IQNA

خبر ۲: په مصر کې د تلاوت او ترتيل د ترټولو  لوئې ټیلویژني سيالۍ ترسره کیدا

9:15 - June 05, 2025
د خبر لمبر: 3491227
ایکنا -  د مصر د اوقافو وزارت ددغه هیواد له «المتحده» رسانه ایز شرکت سره د قرآن په ترتیل او قرائت کې د قرآني استعدادونو د پيژندنې لپاره د سترو ټیلویژني سياليو د ترسره کولو خبر ورکړ. دغه سيالۍ به د مصر د تاريخي مقام د ساتنې او د «تلاوت د  ټاټوبی» په توګه د دغه هېواد د ونډې د روښانولو لپاره ترسره شي.

د مصر د اوقافو وزير اسامه الازهري د المتحده شرکت د پروګرامونو له مشر احمد فايق سره وليدل او د سياليو د ترسره کولو چمتووالي ئې  وارزاوه. دا سيالۍ به د نوي نسل د قاريانو د معرفي کولو، د مصري نامتو قاريانو لکه شيخ محمود خليل الحصري، عبدالباسط عبدالصمد، محمد صديق المنشاوي او  دغه شان د ځینو نورو په لارو د روانو قاريانو د ملاتړ او قرآني رسالت د خپرولو په موخې سره ترسره شي.

د علماوو او نامتو قاريانو کمېټې به پر سياليو څارنه کوي  څو د تجويد او ترتيل په برخې کې غوره استعدادونه د علمي معيارونو پر بنسټ وپېژندل شي. ټول مصري ښاریز په دغو سياليو کې له عمرې محدوديت پرته ګډون کولی شي.

د ګډون شرايط:

په تجويد بشپړه تسلط.

يوازې په يوې څانګې  (تجويد يا ترتيل) کې ګډون.

ګډونوال بايد د مصر د راډيو قاريان يا مداحان نه وي.

ګډونوال بايد د اوقافو وزارت له خوا تصديق شوي قاريان چې  ددغه  هیاد  په لویو جوماتونو او رسمي دستورو کې د قرآن تلاوت کوي، نه وي.

جايزې:

د تلاوت او ترتيل لومړی مقام: يو ميليون مصري پونډ.

دويم مقام: ۵۰۰ زره مصري پونډ.

درېيم مقام: ۲۵۰ زره مصري پونډ ددغو سیالیو ګټونکو ته ډالۍ شي.

 https://iqna.ir/fa/news/4286308

captcha